د امریکا د نیویارک ښار کی چاودنه

د امریکا نیویارک ښار کې چاودنې لږترلږه ۲۹ کسان ټپیان کړي.

له چاودنې وروسته سیمې ته امبولانسونه او د اوروژنې ډله رسېدلې ده.

عیني شاهدانو ویلي، د منهاټن په چیلسي سیمه کې دا چاودنه “غوږونه کڼوونکې” وه.

چاودنه پر ځايي وخت ماخوستن شاوخوا نهه بجې (د ګرینویچ پر وخت د یکشنبې پر ګهیځ شاوخوا یوه بجه) شوې ده.

سیمه ییزو چارواکو ویلي، د فیدرالي تحقیقاتو د ادارې (ایف بي ای) او ملي امنیت سازمان افسران هم د چاودنې په ځای کې وو.

لا تر اوسه د چاودنې لامل نه دی په ډاګه شوی.

تر اوسه معلومه نه ده چې ایا د ځینو ټپیانو وضعیت خطرناک دی او که نه.

د نیویارک د ترهګرۍ ضد پولیسو دفتر ویلي، د پېښې په اړه پلټنه کوي.

ځینو ناتایید شویو رپوټونو ویلي، چاودنه په یوه خځلنۍ کې شوې ده. د ټویټر او نورو خواله رسنیو کاروونکو د هغې خځلنۍ انځورونه خپاره کړي چې ګني چاودنه پکې شوې ده.

دا چاودنه په نیو جیرسي ایالت کې د ځغاستې د یوې سیالۍ پرمهال له یوې بلې چاودنې څو ساعته وروسته شوې ده.

د چاودنې له کبله د ځغاستې سیالي وځنډول شوه، خو چاودنه کې څوک خوږ نه شول.

عامر خان؛ هندوان په خپل بګوان شکي کړي

احمد شکیب احمدي

Amirkhan

د عامر خان تازه فلم pk په هندي سېنما کې نوی ځای یا ریکار خپل کړ. دا فلم چې د ۲۰۱۴ کال د دسمبر میاشتې پر ۱۹ نېټه بازار ته راووت. دې فلم تر اوسه نژدې سل ملیون امریکایي ډالر لاسته راوړي دي.

د پي کې فلم لارښود او چمتو کوونکی: راج کومار هراني دی.

راج کومار هراني په ۱۹۶۲ کال کې د نومبر میاشتی پر ۲۰ نېټه د هندوستان د ماراشترا ایالت په  ناګپور کې زېږېدلی دی او د هندوستان یو تکړه لیکول او ایډېتور بلل کېږي. د راج کومار تر ټولو مشهورې کیسې، چې په فلمي بڼه یې نړېوال شهرت موندلی، دا دي:
Munna Bhai M.B.B.S (2013)
3 Idiots (2009)
PK (2014)

د پي کې فلم مرکزي لوبغاړی امیر خان دی. نوموړی
د ۱۹۶۵ کال د مارچ میاشتې په ۱۴ نېټه د هندوستان د ممبي په بندرا کې زېږېدلی دی او په بالیووډ سینما کې ځانته لقبونه لري، لکه:

Mr. Perfectionist
Tom Hanks of India
Ace of Bollywood

ښځینه مرکزي لوبغاړې انوشکا شرما:
انوشکا شرما د ۱۹۸۸ کال د می میاشتې په لومړۍ نېټه د هندوستان د بنګلور ایالت په کارنتیکا ښار کې زېږېدلې ده، هغه خپل صفت په دوه جملو کې داسې رالنډوي.
“زه اوبه ډېرې څښم او هڅه کوم چې تل خوشحاله واوسم”

مشهوره فلمونه یې
2008 – Rab Ne Bana Di Jodi
2012- Jap Tak Hai Jaan
2014- PK

کومکي لوبغاړی سنجي دت
سنجي دت د ۱۹۵۹ کال د جولای میاشتې پر ۲۹ نېټه په هندوستان کې زېږېدلی دی. نوموړی په بالیووډ کورنۍ کې دی:

Sanju Baba
Baba
the Nayak of Hindi Cinema
the Arnold Schwarzenegger of India

PK  څه دی؟

د دې فلم کیسه د یوې بلې نړۍ د  موجود یانې (Alien) په اړه ده، چې ځمکې ته د خپل ماموریت لپاره راکوزېزي، او د یوې ټلوېزوني ژورنالېستې سره اشنا کېږي. د  Alienد پوښتنې دومره عجیبې وي، چې د خلکو له خوا د “پي کې” په نامه نومول کېږي. هندیان پي کې هغه چا ته وایې، چې زیاتو شرابو څښلو وروسته ځان نشي کنترولولای.
دا فلم په بشپړه توګه پر مذهبونو او کلتورونو باندې نغوته نیسي. امیر خان په دې فلم کې ښیي، چې مذهبونه دومره همسره توپير نلري، څومره چې انسانانو په خپلو عملونو هغه متغیره کړي دي.

PK  او مذهبي عقیده

PK یا هم له بلې نړۍ راغلی Alien په اسلام نه؛ بلکې په هغه فتواګانو باندې نیوکه کوي چې د اسلام نه وتلې خبرې دي.

لومړی: زیارتونو ته تګ او سجده کول.
په دې فلم کې انځور شوي، چې مقبرو ته تګ او سجده کول بې ګټې کار دی. په اصل کې یې نه اسلام مني او نه هم رېښتیني مسلمانان.

دوهم: په ځينو مراسمو کې ځان وهنه

زمونږ ډېری شعیه مذهبه ورورڼه د امام حسن او امام حسین په ویر کې ځانونه وهي، چې دا هم د دې فلم په اصطلاح (wrong number)  یانې غلط کار دی.

درېیم: د مېرمنو د زده کړې مخنیوی

په دې فلم کې یوه مسلمانه نجلۍ ښودل شوې چې په اسلام کې د بې ځایه فتواګانو خبره په (wrong number) بیانوي.
نجلۍ وایي: زما تر شا ولاړې ټولې نجونې غواړي ښوونځي ته لاړې شي، خو کوم چا فتوا راویستې، که چېري کومه نجلۍ ښوونځي ته لاړه شی نو په مرمۍ یې ووژنئ.

زموږ خدای (ج) دومره هم کوچنې ندی، چې د دې ماشومانو په لوست او زده کړه دې نیوکه وکړی دا غلطه خبره ده.
په دی فلم کېAlien اسلامې عقیده لري غواړی چې خلک یوازې د یو خدای ج عبادت وکړی هغه خدای چې موږ یی پيدا کړی یو.

هندویزم، عیسویت، سیکیزم، بودایزم

په دې فلم کې، تر ټولو ډېرې نیوکې پر هغو مذهبونو شوې دي، چې مجسمو ته عبادت کوي او پر هغوۍ اېمان لري. له بلې نړۍ راغلی موجود Alien د یو مجسمه خرڅوونکې سره په فلم کې داسې خبرې کوي.
الین: یو بګوان (مجسمه) خو راکه وروره!
دوکاندار: کومه یوه … د شلو روپیو واله … د پنځوسو واله … که د سلو او یا هم پنځه سوو؟
الین: د شل روپیو او پنځو روپیو والا په منځ کې توپېر څه دی؟
خرڅوونکی: توپېر یې یوازې په اندازه کې دی، خټه یی سره یوه ده.
الین: د شل روپيو وال خو کار سم کوي، کنه؟
خرڅوونکی: خیر ځه ته پنځلس روپۍ راکه … ۱۵ … ۱۵
الین: بګوانه زه ډېر وږی شوی یم، ما ته د خوراک لپاره یو څه راکړه.
په دې وخت کې تصادفی یوه، مېرمن د الین په لاس کې سمبوسه ږدي او الین په خوشحالۍ سره چیغی وهي. خو کله چې د دې مجسمی نه د خپل رېمووټ د پېدا کېدو هیله کوي نو؛ لاس یې همداسې تش پاتې کېږي او بېرته مجسمه خرڅوونکي پسې ورځي.
الین: وروره! د دې بګوان بېټرۍ ختمه شوه، که څنګه؟ یو سوال یې راته ومنه نور ختم شو؟!
خرڅوونکی: یانې څه؟
الین: یانې، نوې بېټرۍ  ورته واچوه، چیرته اچوې کېږي؟
خرڅوونکی: اوهو؛ وروره دا بېټرۍ مېټرۍ نه خوري.
الین: نو ولی کار نه کوی؟ ایا دا بدل دی که څنګه؟
خرڅوونکی: اوهو وروره مونږ بدل شیان نه جوړو، ما دا د اصلو موادو جوړ کړی.
الین: دا بګوان تا جوړ کړی دی؟
خرڅوونکی: بلی هو، ما په خپلو لاسو جوړ کړی.
الین: تا بګوان جوړ کړی دی، که ته هغه جوړ کړی یې؟
خرڅوونکی: وروره مونږ ټول هغه پیدا کړی یو، خو؛ مونږ یوازی د بګوان دا مجسمی جوړي کړې دي.
الین: د خدای مجسمی مو؛ ولې جوړې کړې؟
خرڅوونکی: تر څو، چې ورته عبادت وشو کولای، خپل غم او ښادۍ ورته بیان کړو.
الین: په دې کې مو کوم ترانسمېټر کارولی که څنګه؟ له دې نه خدای ته خبرې څنګه رسېږي؟
خرڅوونکی: بګوان د خبرو د اورېدو لپاره ترانسمیټر ته اړتیا نلري، هغه ستا خبرې پرته له دې شیانو اورېدلای شي.
الین: کله مې، چې خبره پرته له دې شیانو اورېدلای شي نو؛ دې مجسمو ته څه اړتیا ده؟
خرڅوونکی: اووو خدایه… زما کاروبار خرابوې که څنګه؟ ستا ستونزه څه ده؟
الین: اوهووو؛ وروره زما رېموټ ورک شوی دی او زه یې له بګوان نه غواړم، خو؛ بګوان راته نه وایي، چې چېرته دی؟
خرڅوونکی: تا څښلي دي، که څنګه؟

دا د هغه لسګونو صحنو او پوښتنو څخه یوه صحنه او څو پوښتنی وې، چې pk یې په دې فلم کې له خلکو کوي خو؛ د دې پوښتنو ځواب یوازی یو شی وي(
څکلی دې دي که څنګه؟(.
د pk فلم یوازنۍ موخه د رېښتیني خدای پیدا کول او هغه ته عبادت کول دی. دا موجود د فلم په وروستۍ صحنه کې، کله چې د هندوانو یو مذهبی مشر سره مرکه کوي نو؛ خپلی خبرې داسې راټولوي:

الین: په کوم خدای باندې اېمان راوړم؟ تاسو وایاست چې خدای یو دی، زه وایم نه دوه خدایان دي. یو هغه خدای دی، چې مونږ یې پیدا کړي یو او بل هغه خدای دی، چې تاسو جوړ کړی دی. هغه خدای چې مونږ ټول یې پيدا کړی یو؛ تاسو یې په اړه هیڅ معلومات نلرئ، خو؛ کوم خدای چې تاسو په خپلو لاسو جوړ کړی هغه بیخی ستاسو په څېر دی.  دروغجن؛ چې وینی مو څښي، راسره د دروغو ژمنې کوي، د بډایه خلکو سوال ژر قبلوي خو؛ غرېبان ځان ته کتار دروي. په خپل صفت نه خوشحالېږی خو؛ که پوښتنه ترې وکړې نو؛ بیا دې ډاروي. زما کرښه ډېره اسانه او ساده ده، کوم خدای چې مونږ ټول یې پيدا کړي یو؛ په هغه باندی مو ایمان راوړی دی، او کوم خدای چې تاسو جوړ کړی دی، هغه بدل خدای دی، او هغه په ځمکه وغورځوئ!.

ویل کېږي. د پي کې فلم له کتلو وروسته ټول باطل پرسته مذهبیان خلک چې مجسمو ته یې عبادت کاو، په خپل دین شکمن شوي دي. او په دې فلم کې دا هم ویل شوي، چې یو رېښتینی مسلمان تل په خپلی ژمنې باندې ولاړ انسان دی.

دیپلوماسي وکړه ، نه جنګ

دیپلوماسي وکړه ، نه جنګ !

ژباړن : نثار احمد صمد

Larawbar.com  2012-12-03

لیکوال : اریک مارګولیس
منبع : کمن ډریمز ( امریکا )
نېټه : ۲۰۱۲/۱۲/۱
ژباړن : نثار احمد صمد

نیویارک ـ د نولسمی پیړۍ یو خبیث او بد بینه امریکایی ( امبروز پایرز ) په
خپل اثر « شیطانی قاموس » کی دیپلوماسي « د خپل هیواد لپاره د درواغو
وطنپرستانه هنر » بللی دی .

دا بالکل صحیح تعریف دی . خو بل تعریف یې دا دی چی دیپلوماسي هغه ښکلی فن
دی چی هدف ته ځان بېله جګړې څخه ورسوي ، او خلک په دې معتقد کړی چی هغه څه
چی موږ یې درسره کوو ستاسو په ګټه دي .

زه د دیپلوماسۍ هنر ته ډیر اهمیت ورکوم ، ځکه هغه د یو پرمختللي خوی او
کړنی څرګنده نښه ده . څلور لسیزی وړاندی زه هم د امریکا په دیپلوماتیکه
څانګه کی شامل سوم ، خو ځکه یې بیرته پر خلاف سوم چی مبادا خپلی ژبی کوم
ژور څاه ته نه وای غورځوی .

زه تقریبأ د یو دیپلومات او په بهرنیو چارو کی د مجربو پوځیانو د یو مبصر
په توګه دا وینم چی جمهوریت غوښتونکو په ملګرو ملتو کی د اوباما د حکومت
سفیره سوسن رایس پسی را اخیستې ده . هغوی غواړی چی په تیر سپټمبر کی په
لیبیا کی د امریکایی سفیر وژنه د همدې رایس سره وتړی ، ځکه هغې ادعا وکړه
چی د سفیر وژنه د مسلمانانو پر ضد د فلم له امله د ډله ییزه تشدد نتیجه وه ،
نه کومه « تروریسټی » حمله .

اوس چی داسی ګنګوسې دي چی ښایی سوسن رایس د هیلری کلنټن پرځای خارجه وزیره
سی ، نو دغه بد ډوله کشمکش نور هم اهمیت وموند . دا هر څه د امریکا د
دیپلوماسۍ ګنګس کونکی نشتوالی ښه راته ثابتوی .

رایس کومه دیپلوماته نه ده . هغې د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کی د
اوباما د حکومت لپاره د یوې داړونکی حیواني رول لوبوی او هلته د عربو او
مسلمانانو پر خلاف توند والی او شدت څرګندوی . رایس یوه نوې محافظه کاره ده
. که هغه دیپلوماته وی ، نو زه بیا کبلیً خان یم [ کبلیً خان د چنګېز لمسی
او د ۱۲۶۰ څخه تر ۱۲۹۶ میلادی پوری د منګولو پنځم لوی واکمن و چی د آرام
سمندرګي څخه تر تورې بحیرې پوری ، د سایبریا څخه تر افغانستان پوری او د
ټول چین په شمول یې پراخه سیمه تر واک لاندی وه ـ ژباړن ] .

په همدې اوونۍ کی د ملګرو ملتونو د عمومی غونډی پر مهال چی بالاخره یې شپږ
ملیونو فلسطینیانو ته هلته د کتونکې څوکۍ ورکړه ، نو سوسن رایس پر
فلسطینیانو راوغورځېده او ملنډی یې په ووهلې . کاناډا هم د هغې پر خوا سوه
چی ښیً لاسیً حکومت یې د اسراییلو د لیکود ګوند سره مینه او محبت کوی .

خارجه وزیره هیلری کلنټن یوه بېچاره او بې وسه خارجه وزیره ده چی د یوې
دیپلوماتې پر ځای د سپینی ماڼۍ لپاره مجبورتي سفرونه کوی . هغې ته ځکه دا
وظیفه ورکول سوې ده چی د ولسمشرۍ لپاره یې د ځان نوموَنه وبایلله او دغه
مقام د تسلۍ لپاره ورکړه سو . هغې په دغه دفتر او دنده کی د امریکا هیڅ
قضیې ته هم پرمختګ نه دی ورکړی . نو ځکه سپینه ماڼۍ غواړی چی د هغې پر ځای
بل څوک یعنی سوسن رایس وټاکی ، خو هغه تر دې لا هم بې کفایته ده .

د ۲۰۰۱ راهیسی د نورو هیوادو سره د امریکا د اړیکو تر ټولو مهمه برخه د
خارجه وزارت لخوا نه ، بلکی د پنتاګون لخوا پر مخ وړل کیږی . سپینی ماڼۍ او
« سي آی اې » د خارجه وزارت څخه نور مسؤلیتونه هم اخیستی دي .

د امریکا بهرنۍ تګلاره نور نو پوځي سوې ده . حقیقت خو دا دی چی د امریکا
پوځی جوړښتون نن د نړۍ په ډیرو برخو خصوصأ منځني ختیځ ، جنوبی آسیا ، او په
زیاتېدونکې توګه په افریقا او شمالی پاسفیک کی اساسی رول لوبوی .

د امریکا شپږو پوځی قوماندانیو نړۍ خپل تر منځو سره وېشلې ده : د امریکا «
سینټ کام ـ یعنی مرکزی قومانداني » ټول منځنی ختیځ او جنوبی آسیا تر نظر
لاندی لری او په افغانستان او یمن کی جنګونه پر مخ بیایی . تر ټولو پخوانۍ
قومانداني ، « پی کام » د آرام سمندر ټوله سیمه تر څارنی لاندی لری او د
جنوبی آسیا وچه هم کنټرولوی . « ساوت کام ـ یعنی جنوبی قومانداني » لاتینه
امریکا تر کنټرول لاندی لری . « یو کام ـ یعنی اروپایی قومانداني » اروپا
او روسیه څاری او باالاخره « نارت کام ـ یعنی شمالی قومانداني » ټوله شمالی
امریکا تر نظر او کنټرول لاندی لری .

دغه مختلفی قوماندانۍ هره یوه په خپله خپله سیمه کی د اړونده منطقو د پوځی
لویو افسرانو سره پټ او ښکاره ارتباطات لری . خو څنګه چی پوځ د افریقا او
آسیا پر ډیرو هیوادو باندی مسلط دی ، نو د هری اړونده سیمی د قوماندانۍ
امریکایی جنرال په هماغه سیمه کی تقریبأ همیشه تر امریکایی سفیر ډیر اهمیت
لری .

د لاتینی امریکې ، منځني ختیځ او افریقایی اکثریت رژیمونو سره د واشنګټن تر
ټولو مهمی اړیکی د پوځی لارو چارو لخوا پر مخ وړل کیږی . د مثال په توګه :
تر همدې وروستیو پوری د جنوبی کوریا پیاوړي پوځي ځواکونه اصلأ د یو
امریکایی جنرال تر قوماندې لاندی وو . د ترکیې او مصر وسلوال ځواکونه په
پنتاګون پوری وصل او مښتي وو . جاپان خو تل داسی دی لکه تر یوې بهرنۍ پوځي
نیونې چی لاندی وی .

د ۲۰۰۱ راهیسی په اصطلاح « د ترور پر ضد جنګ » د امریکا پوځی او استخباراتی
بودجې دوه چنده زیاتی کړې . امریکا ځان په افغانستان ، عراق ، پاکستان ،
سومالیا ، یمن او لیبیا کی په جنګ اخته کړ . دیپلوماسي داسی یوې خوا ته
پوری وهل سوه لکه په بهرنیو چارو کی چی فیل ، قیل سی .

دیموکراتانو د ولسمشرۍ لپاره پخوانی کاندید او د ماساچوسیټ سناتور جان کیري
، چی تر ډیره حده پخوانی د احترام وړ عسکر او د مجربو عسکر پلوﺉ دی ، د
میرمن کلنټن پر ځای غواړی . کیري د امریکا د خارجه وزارت یعنی په هیواد کی د
یو خورا مهم وزارت د خپلولو لپاره تجربه ، جذابیت ، ارزښت او قوت لری .

کیري د بیل کلنټن دیموکرات دی چی ډیر تعلیم یافته ، خبیر او وینا وال دی ؛ یعنی هغسی انسان چی د درنښت او توجه وړ به وی .

تر ټولو مهمه لا دا چی کیري کولای سی د امریکا بهرنۍ تګلاره داسی ښه ترا
مخته یوسی چی هغه به د کورنیو تبلیغ ډلو او کوچنیو ګټو والاوو تر تسلط
لاندی نه وی . پای

افغانستان ته سوله څنګه راتلای شی؟

افغانستان ته سوله څنګه راتلای شی؟

نثار احمد عليزی

Larawbar.com  2012-12-03

په
افغانستان کی د سولی په ټینګښت کی د پاکستان، ایران، روسیه، چین او
هندوستان هیوادونو رول ډیر مهم بریښی چی په لاندی ډول د دوی په کردارو یو
څه رڼا اچوم.
سره له دی چی پاکستان په دی ویره کی دی چی په افغانستان کی سوله او بیا
پرمختګ دوی ته به په لنډ مهال کی یوڅه اقتصادی تاوان ورسوی او ددوی د بی
کیفیته توکو مارکیت او بازار به مات شی او ځینی سیاسی ناندری به وپاریږی خو
بیا هم نن چی له خپل لمنه اور اخیستی دغی حقیقت ته غاړه ایښی او په
افغانستان کی سوله ورته ضروری ښکاری خو لکه څنګه چی خپل اعتماد یی د
افغانانو په مقابل کی له لاسه ورکړی نو بیا ډیری د دوی دغه هلو ځلو ته هم د
شک په سترګه ګوری له بله پلوه د بلوچستان آزادی غوښتونکی او پښتونستان له
ویری ځان یو څه په خطر کی وینی، دوی د بنیادګرانو په نوم ټولګی روزی او
کوښښ کوی چی دوی قدرت ته ورسیږی تر څو ددوی له لاری په حکومت کی برلاسی
اوسی.
ایران هم په خپل وار د وران کاریو دریځ ته له هر اړخه پراختیا ورکوی، هغه
هم لکه پاکستان نه غواړی چی افغانستان په خپلو پښو ودریږی، هغوی ته به د
بازارونو او مارکیټونو د صادراتو د کمیدو تر څنګ ځینی حقوقی خبری راپورته
شی د آمو د سیند رغیدل به دوی ته غټ زیان وی او دسلما د بریښنا بند چی د ۶۲
میګاواټو بریښنا د تولیدلو توان لری په ځلونو ځلونو یی کار شروع شوی خو
بیا هم ددغه هیواد او ددوی د مزدورو افغانی چارواکو له خوا بیرته په یو ډول
نه یو ډول سره درول شوی او حتی انجینیران او کارکوونکی یی وژل شوی دی.
چین هم زمونږ د هیواد په ورانولو کی بی غرضه پاتی نه دی، دوی د یوغوریانو
بیلتون غوښتونکی او اسلامی بنیادګرانو له ویری او د دوی له هری مخالفی ډلی
سره وخت په وخت د وسلو مرستی کړی او بیا دی ته متوجه دی که چیری یوه
دیموکراته او باثباته افغان حکومت رامنځته شی نو ځان ته په افغانستان کی د
زیرمو په کیندنو کی د غټی برخی غوښتونکی هم دی، لکه اوس مهال چی د آمو د
تیلو د زیرمی یوه برخه او د مس عینک کان یی تر لاسه کړی دی.

روسیه چی له اوله په افغانستان کی غربی فعالیتونو مخالفت کاوواو حفیظ الله
امین د وخت جمهور ریس یی چی د امریکی سره یو څه لیوالتیا په ښودلو له منځه
یوړه نه غواړی چی له خپل نورو سیالانو وروسته پاتی شی، په افغانستان کی
اداری تشی یا خلا دوی ته دا چانس برابر کړی چی یو ځل بیا خپل لاس پوڅی
ګوډاګیان (خلق، پرچم او شمالی ټلوالی) لا ځواکمن او د اوسنی حکومتی نظام په
مقابل کی قوی کړی او هم لکه د ۲۰۱۱ز کال په شان د طالبانو په ځپلو کی له
دوی خاصتا شمالی ټلوالی سره هر راز نظامی او اقتصادی مرستی وکړی، روسیه دا
ویره هم لری که چیری د ۲۰۱۴ کال څخه وروسته نړیوالو له افغانستان څخه خپلی
ښپی سپکی کړی او دا هیواد یو ځل بیا د طالبانو تر ولکی راشی نو دوی به په
قفقاز او په نورو منځنی اسیا هیوادونو کی د اسلام پالو د خطری سره مخامخ
شی.
د هند هیواد لاس وهنه که په مستقیمه ډول زمونږ د هیواد په ناورین کی نه
ښکاری خو د پاکستان سره ددی هیواد ښکر جنګول په یو ډول دی جنګ کی شرکت کول
دی، اوس هم که چیری د پاکستان وعدی سرچپه شی او کړی وعدو خلاف عمل وکړی نو
لیری نه ده چی هند د افغانستان د داخلی جنګونو په پارولو کی لویه ونډه
واخلی ترڅو د پاکستان له اغیزی مخنیوی وکړی له بله پلوه د هند هیواد اوسنی
د مرستو او پانګی اچونی د ګراف جګوالی د پاکستان سره د دښمنی په لحاظ لیدل
کیږی ځکه هند غواړی چی په هر ډول کیږی خپل شتون او اغیزه نسبت پاکستان ته
په افغانستان کی زیاته او حتمی کړی، چی بیلګه یی د سلما بند رغول دی چی
څومره هم دوی ته مالی او ځانی زیان رسیږی بیا هم د خپل پروژی په مخ ته وړلو
کی لا ټینګیږی.

له بله پلوه دننه په هیواد کی زمونږ په هیواد مین پخوانی جنګسالاران د خپل
پایښت لپاره له هغو تورنو کسانو سره چی د افغانانو په وینو لاسونه یی ککړ
دی یو ځل بیا په ډیره بی سترګی سره د مجاهدینو د شورا په نوم د ډلګیو په
جوړلو لګیا دی، زه تورن صیب او محمدی صیب یادوم، د پاکستان او ايران په
اشارو داساسي قانون اوانتخاباتودقانون خلاف تر وخت دمخه پرخپل سر دخپلي
خوښي کانديد لپاره چي اوس ئي نوم دبادار دهدايت له مخې نه شی يادولای
تبليغ کوي او هم روزل شوی مزدورو کسانو څخه دجهادي شوراپه نوم ډله جوړوي
تورن صیب ناری او سوری یی آسمان ته خیژی چی مجاهد ته رایه ورکړی، په خدای
می دی قسم وی یو باتور مجاهد چی فی سبیل الله جهاد کړی، لاسونه یی د ولس په
وینو رنګ نه دی او نه ولس او بیت المال یی لوټلی، نه بنګله او نه د یخو او
ګرمو موټر لری که ځان کاندید کړی نو کله به هم تورن صیب ورپسی ونه دریږی
خو په دی ټول پوهیږو چی ددی څخه یی مطلب څوک دی. په ځای ددی چی تورن صیب یو
ابتکار یی کړای وای، د ملی یووالی ترنامه یو پروګرام یی جوړ کړای وای او
ټول افغان ولس یی په یووالی رابللی وای نو د مجاهد او غیرمجاهد په نوم بیا
افغانستان سره ویشی او د جنګونو لپاره لاره هواروی. دوی کله هم دی هیواد او
دی مظلوم ولس ته د خدمت جوګه نه دی او نه هم دا هوډ لری ترڅو دی ځوریدلی
او کړیدلی ولس ته خدمت وکړی، داسی شوراګانی مو ډیری وازمویلی او د هری یوی
پایله د بدبختیو او ناروینونو ډکه وه، اوس چی یو نسبی حکومت رامنځته شوی
ولی خپل اردو او پولیس نه تقویه کوی چی نوی ډلی ټپلی رامنځته کوی؟
امرالله صالح، عبدالله عبدالله، محقق، عطا نور، او په ښکته کچه قوماندانان
لکه الماس ،امان الله ګذر او جنرال جرات او دوی پوری نورو تړلو داړه مارانو
د ډلو او شخصی نظامی ګروپونو په جوړلو کی مصروفه دی، دوی د کاپیسا، پروان
او کابل ځینی برخو کی خلک هڅوی چی ګواکی د ۲۰۱۴ز کال څخه وروسته بیا طالبان
حکومت نیسی او دوی باید له دغی ټلوالی سره یوځای شی، همدا ډول د ځینو
سرچینو د خبر په اساس د هلمند د موسی کلا خلکو ته د امان الله ګذر قوماندان
بیا د مسلح کیدو بلنه ورکړی، خو دا هغه ازمویل شوی خلک دی چی کله هم دی
ولس ته د خدمت کولو هوډ نه لری، په دری ژبه کی یو متل دی چی وایی (ازموده
را ازموده خطا است) نو دوی چی په ژبنی، سمتی او توکمنی مرض اخته او ددی
کمپاین چلوونکی دی څنګه به وکړای شی چی دی هیواد او دی ولس ته وفاداره
اوسی؟
په آخره کی ټول افغان ولس ته می دا پیغام دی هیڅکله ددی مکارو او خونخوارو
په خبرو ونه غولیږی هغه کس غوره کړی ترڅو دا هیواد او دغه مظلوم ولس له
ډوبلو وژغوری ددوی لاسونه نور لنډ کړی او خپل ماشومان د یو رڼی سبا په لور
تعلیم او تربیه کړی.
والسلام