دیپلوماسي وکړه ، نه جنګ

دیپلوماسي وکړه ، نه جنګ !

ژباړن : نثار احمد صمد

Larawbar.com  2012-12-03

لیکوال : اریک مارګولیس
منبع : کمن ډریمز ( امریکا )
نېټه : ۲۰۱۲/۱۲/۱
ژباړن : نثار احمد صمد

نیویارک ـ د نولسمی پیړۍ یو خبیث او بد بینه امریکایی ( امبروز پایرز ) په
خپل اثر « شیطانی قاموس » کی دیپلوماسي « د خپل هیواد لپاره د درواغو
وطنپرستانه هنر » بللی دی .

دا بالکل صحیح تعریف دی . خو بل تعریف یې دا دی چی دیپلوماسي هغه ښکلی فن
دی چی هدف ته ځان بېله جګړې څخه ورسوي ، او خلک په دې معتقد کړی چی هغه څه
چی موږ یې درسره کوو ستاسو په ګټه دي .

زه د دیپلوماسۍ هنر ته ډیر اهمیت ورکوم ، ځکه هغه د یو پرمختللي خوی او
کړنی څرګنده نښه ده . څلور لسیزی وړاندی زه هم د امریکا په دیپلوماتیکه
څانګه کی شامل سوم ، خو ځکه یې بیرته پر خلاف سوم چی مبادا خپلی ژبی کوم
ژور څاه ته نه وای غورځوی .

زه تقریبأ د یو دیپلومات او په بهرنیو چارو کی د مجربو پوځیانو د یو مبصر
په توګه دا وینم چی جمهوریت غوښتونکو په ملګرو ملتو کی د اوباما د حکومت
سفیره سوسن رایس پسی را اخیستې ده . هغوی غواړی چی په تیر سپټمبر کی په
لیبیا کی د امریکایی سفیر وژنه د همدې رایس سره وتړی ، ځکه هغې ادعا وکړه
چی د سفیر وژنه د مسلمانانو پر ضد د فلم له امله د ډله ییزه تشدد نتیجه وه ،
نه کومه « تروریسټی » حمله .

اوس چی داسی ګنګوسې دي چی ښایی سوسن رایس د هیلری کلنټن پرځای خارجه وزیره
سی ، نو دغه بد ډوله کشمکش نور هم اهمیت وموند . دا هر څه د امریکا د
دیپلوماسۍ ګنګس کونکی نشتوالی ښه راته ثابتوی .

رایس کومه دیپلوماته نه ده . هغې د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کی د
اوباما د حکومت لپاره د یوې داړونکی حیواني رول لوبوی او هلته د عربو او
مسلمانانو پر خلاف توند والی او شدت څرګندوی . رایس یوه نوې محافظه کاره ده
. که هغه دیپلوماته وی ، نو زه بیا کبلیً خان یم [ کبلیً خان د چنګېز لمسی
او د ۱۲۶۰ څخه تر ۱۲۹۶ میلادی پوری د منګولو پنځم لوی واکمن و چی د آرام
سمندرګي څخه تر تورې بحیرې پوری ، د سایبریا څخه تر افغانستان پوری او د
ټول چین په شمول یې پراخه سیمه تر واک لاندی وه ـ ژباړن ] .

په همدې اوونۍ کی د ملګرو ملتونو د عمومی غونډی پر مهال چی بالاخره یې شپږ
ملیونو فلسطینیانو ته هلته د کتونکې څوکۍ ورکړه ، نو سوسن رایس پر
فلسطینیانو راوغورځېده او ملنډی یې په ووهلې . کاناډا هم د هغې پر خوا سوه
چی ښیً لاسیً حکومت یې د اسراییلو د لیکود ګوند سره مینه او محبت کوی .

خارجه وزیره هیلری کلنټن یوه بېچاره او بې وسه خارجه وزیره ده چی د یوې
دیپلوماتې پر ځای د سپینی ماڼۍ لپاره مجبورتي سفرونه کوی . هغې ته ځکه دا
وظیفه ورکول سوې ده چی د ولسمشرۍ لپاره یې د ځان نوموَنه وبایلله او دغه
مقام د تسلۍ لپاره ورکړه سو . هغې په دغه دفتر او دنده کی د امریکا هیڅ
قضیې ته هم پرمختګ نه دی ورکړی . نو ځکه سپینه ماڼۍ غواړی چی د هغې پر ځای
بل څوک یعنی سوسن رایس وټاکی ، خو هغه تر دې لا هم بې کفایته ده .

د ۲۰۰۱ راهیسی د نورو هیوادو سره د امریکا د اړیکو تر ټولو مهمه برخه د
خارجه وزارت لخوا نه ، بلکی د پنتاګون لخوا پر مخ وړل کیږی . سپینی ماڼۍ او
« سي آی اې » د خارجه وزارت څخه نور مسؤلیتونه هم اخیستی دي .

د امریکا بهرنۍ تګلاره نور نو پوځي سوې ده . حقیقت خو دا دی چی د امریکا
پوځی جوړښتون نن د نړۍ په ډیرو برخو خصوصأ منځني ختیځ ، جنوبی آسیا ، او په
زیاتېدونکې توګه په افریقا او شمالی پاسفیک کی اساسی رول لوبوی .

د امریکا شپږو پوځی قوماندانیو نړۍ خپل تر منځو سره وېشلې ده : د امریکا «
سینټ کام ـ یعنی مرکزی قومانداني » ټول منځنی ختیځ او جنوبی آسیا تر نظر
لاندی لری او په افغانستان او یمن کی جنګونه پر مخ بیایی . تر ټولو پخوانۍ
قومانداني ، « پی کام » د آرام سمندر ټوله سیمه تر څارنی لاندی لری او د
جنوبی آسیا وچه هم کنټرولوی . « ساوت کام ـ یعنی جنوبی قومانداني » لاتینه
امریکا تر کنټرول لاندی لری . « یو کام ـ یعنی اروپایی قومانداني » اروپا
او روسیه څاری او باالاخره « نارت کام ـ یعنی شمالی قومانداني » ټوله شمالی
امریکا تر نظر او کنټرول لاندی لری .

دغه مختلفی قوماندانۍ هره یوه په خپله خپله سیمه کی د اړونده منطقو د پوځی
لویو افسرانو سره پټ او ښکاره ارتباطات لری . خو څنګه چی پوځ د افریقا او
آسیا پر ډیرو هیوادو باندی مسلط دی ، نو د هری اړونده سیمی د قوماندانۍ
امریکایی جنرال په هماغه سیمه کی تقریبأ همیشه تر امریکایی سفیر ډیر اهمیت
لری .

د لاتینی امریکې ، منځني ختیځ او افریقایی اکثریت رژیمونو سره د واشنګټن تر
ټولو مهمی اړیکی د پوځی لارو چارو لخوا پر مخ وړل کیږی . د مثال په توګه :
تر همدې وروستیو پوری د جنوبی کوریا پیاوړي پوځي ځواکونه اصلأ د یو
امریکایی جنرال تر قوماندې لاندی وو . د ترکیې او مصر وسلوال ځواکونه په
پنتاګون پوری وصل او مښتي وو . جاپان خو تل داسی دی لکه تر یوې بهرنۍ پوځي
نیونې چی لاندی وی .

د ۲۰۰۱ راهیسی په اصطلاح « د ترور پر ضد جنګ » د امریکا پوځی او استخباراتی
بودجې دوه چنده زیاتی کړې . امریکا ځان په افغانستان ، عراق ، پاکستان ،
سومالیا ، یمن او لیبیا کی په جنګ اخته کړ . دیپلوماسي داسی یوې خوا ته
پوری وهل سوه لکه په بهرنیو چارو کی چی فیل ، قیل سی .

دیموکراتانو د ولسمشرۍ لپاره پخوانی کاندید او د ماساچوسیټ سناتور جان کیري
، چی تر ډیره حده پخوانی د احترام وړ عسکر او د مجربو عسکر پلوﺉ دی ، د
میرمن کلنټن پر ځای غواړی . کیري د امریکا د خارجه وزارت یعنی په هیواد کی د
یو خورا مهم وزارت د خپلولو لپاره تجربه ، جذابیت ، ارزښت او قوت لری .

کیري د بیل کلنټن دیموکرات دی چی ډیر تعلیم یافته ، خبیر او وینا وال دی ؛ یعنی هغسی انسان چی د درنښت او توجه وړ به وی .

تر ټولو مهمه لا دا چی کیري کولای سی د امریکا بهرنۍ تګلاره داسی ښه ترا
مخته یوسی چی هغه به د کورنیو تبلیغ ډلو او کوچنیو ګټو والاوو تر تسلط
لاندی نه وی . پای

Leave a comment