په خپل کورکې پردی

په خپل کورکې پردی

انجنیر عتیق الکوزی
Larawbar.com  2012-06-16

نن می په دی دفترکی پوره اوه نيم کاله وشول چی ۲۷۳۵ورځی کیږی خوهره ورځ یې ماته یوه خاطره ده، چی کله هم خوږه اوکله هم ترخه وه، نو دغه ټول اوه نیم کاله د خاطرو یو لوی کتاب ده خو زه یې یواځې یوڅو بیلګې ستاسو مخې ته ږدم
د خوږو خاطرو نه یې د تورخم ، شیرخان بندر او حیرتانو د ګمرکونو د ودانیو جوړول او په عصری وسایلو تجهیزول، یا د ملی پولیسو روزل او د هغوی د معاشونو ورکړه یا هم د خان آباد، شاه روان، جانغارق او داسی نورو په لسگونو اوبو لګولو غټو او وړو ویالو بیارغونه ده.
ترخی خاطری یی هم ترحده زیاتی او هرورځنی دی: دا چی زه د شپږو کالونو لپاره د خپلو افغانی (داخلی ) همکارانو یو رسمی نماینده وم نو دخپلو ورځنیو دفتری کارونو تر څنګ تقریبآ په یوه هره ورځنی مبارزه بوخت وم. دغه مبارزه د خپلو همکارانو د حقوقو لاسته راوړل وه خو پدغو ټولو کی جدی او همیشنی یا تکراری مبارزه د داخلی پرسونل سره د دوی د خپلو اصولو پرخلاف دوه ګونی او تبعیضی چلند وو. چی بعضی وختونه مو د ستونزو د حل لپاره ترخپل مرکزی دفتر غږ رسیده اوهغوی به پکی مداخله وکړه.
اخوا می په وطن کی جنګ، بی وزلی او ناهیلی دی چی د پردیو په جنګ کی د تیرو دری نیمو لسیزو راهیسی سوځیږو او ورځ تربلی مو کورونه ورانیږی ځوانان، سپين ږیری، ماشومان اوښځینه وطنوال مو وژل کیږی او تورسری مو بی پته کیږی. څوک مو ښونځی راسوځوی، ښوونکی، انجینران، ډاکتران، عالمان؛ د قوم مخور او مهم وګړی مو وژنی. څوک مو په بازارونو، ښونځیو او مسجدونو کی بمونه الوزوی اوڅوک مو په راکټونو ولی ـ د دغه کړنو ترسره کوونکی مونږ د دین، افغانانو او بشریت دښمنان بللی او بولو یی.
له دی ور اخوا یوبل ډیرچالاکه، زورور او په مدرنه ټکنالوژی سنبال وژونکی هم شته کوم چی ځما په اند په بی رحمی کی ترهغو نورو هیڅ کم ندی بلکه بعضی کړنی یی لا د چنګیزخان او هلاکوخان نه هم ډیری کرغیړنی دی. دوی په تیرو یوولسو کلونو کی ډیر کلی او بانډی د ودونو او د فاتحی مراسم بمبار کړی او بی ګناه وګړی وژلی خوپه یوه sorry یا regret باندی یی ځان خلاص کړی او داسی نر نشته چی له ګریوانه یی راونیسی او ورته ووایی چی ساری ماری کی دی خلاصی نشته بلکه راځه محکمی ته چی سره ګز یی کړو. دوی تل دخپلو دغو ناروا کړنو لپاره یو بی ځایه دلیل وړاندی کړی اوځمونږ چارواکو او بی احساسه مدنی ټولونو هم ځان پری غلی کړی او یایی یواځی په تقبیح اکتفاء کړی. عجیبه خو داده چی د دغو بدمخو وژونکو ترټولو قوی دلیل داسی دی لکه چی د یوی سپګی د وژلولپاره ټولی شړی ته اور واچوی.
خو لکه هغه د «کفن کش» د کیسی په شان د دوی پخوانی کرغیړنی کړنی موهغه وخت هیری شوی کله مو چی د کندهار اونجراب وروستنی پیښی ولیدلی چی امریکایی او متحدوعسکرو یی ترسره کړی. پدغو کی لومړنی تر ټولو زړه بوګنونکی یی د امریکایی عسکرو لخوا د بی ګناه ماشومانو وژنه او د هغوی د بدن دغړو له ځان سره ساتنه او هغه پخپلو محفلونو کی د وياړ په توګه نورو ته ښودنه وه. د امریکی بی انصافه منصفانو لخوا یواځی یوکس ته دری میاشتی د بند سزا ورکړه. بیا د سږکال د مارچ په میاشت کی د ۱۵ نه تر۲۰ امریکایی عسکرو لخوا په کندهار ولایت کی ځموږ۱۷ تنه بی ګناه افغانان چی تقریبآ ټول یی ماشومان اوښځی وی په ډیره بی رحمانه اوقصدی توګه په شهادت ورسول شول. د افغان دولت او افغانانو د ډیرو فریادونو وروسته د امریکی دولت اعلان وکړچی دغه کړنه یواځې یوه عسکر(چی هغه هم د دوی په وینا لیونی دی ) لخوا ترسره شوی اودغه کس یی په ځغرده له افغانستانه وویست ترڅو د لیونی په نوم یی د محاکمی نه د ژغورلو هڅی وکړی. عجیبه خبره خو داده چی دغه وحشی که لیونی وو تو ولی یی خپل ملګری ونه وژل. دوی په ډیری سپین سترګی سره ځمونږ د ولسی جرګی او د ولسمشر د هیآتونو سره ددی پیښی په څیړنه کی هیڅ همکاری ونکړه اوحتی هغوی ته یی هغی امریکایی اډی ته د ننوتلو اجازه هم ورنکړه.
دا چی په دغه پیښه ټول افغانان ځوریدلی ماهم دخپل زړه اواز په ډیره سوله ایزه توګه د بیان د ازادی د اصولو په مراعتولو سره په فیس بوک کی په خپلی شخصی پاڼه (پروفایل) کی بیان کړی وو. او پدی اړه می له خپلو بعضی غربی ملګرو سره بحثونه هم کړی وو چی نه پکی چاته ګواښ شوی وه او نه هم کومه بله داسی زشته خبره وه بلکی یواځی او یواځی می دا ویلی وه چی دغه کسان باید په یوه ازاده، شفافه اوعادلانه محکمی کی په علنی ډول محکمه شی کنه هغه څوک چی د دغوکسانو د محکمه کولو څخه ډډه کوی هغه هم تروریستان دی .
د می د میاشتی په ۱۴ نیټه زما د دفتر ریس یعنی د افغانستان لپاره د اروپایی ټولنی خاص استازی ور وغوښتم او راته یی وویل چی ستا د فیسبوک لیکنوځما حیثیت په نړی کی خراب کړی او ځمونږ د دفتر مورال یی ضعیفه کړی. ستا نظر او مفکوره له مونږ سره موافقه نده یا خوته خپله مفکوره او نظر له مونږ سره یوکړه او یا هم باید دغه دفتر پریږدی. ما ورسره ډیر بحث وکړ او ورته می وویل چی ځما لیکنی خو ستاسی د مفکوری او اصولو سره چی د بیان ازادی، دیموکراسی اوبشری حقونو نه دفاع ده بالکل برابری دی او دا یی لا ترویج ده تاسی خو ځانونه د همدغو اساساتو رهبران بولی او د همدغو اصولو د خپرلو لپاره په نړی کی د خپلو ټکس ورکونکو میلیاردونه یورو مصرفوی. په افغانستان کی هم هرکال میلیونونه یورو په همدی موخه مصرفوی. نو بیا ولی تاسی ځما په لیکنه دومره خوابدی یاست. ستاسی انډیوالانو ته می دا لیکلی وه چی زموږ خلک ولی بی ګناه وژنی اوکه تاسی واقعآ هم په دیموکراسی، عدالت، د بیان ازادی او د بشر په حقونو باور لری نو راځی چی د بی ګناه او مظلومو انسانانو وژونکی پرته له تبعیضه محکمی اوعدالت ته وسپارو. خو دغه د عقل او مغزو نه مطلق خلاص نورهیڅ د ویلو لپاره دلیل نه درلوده یواځی همدغه خبره یی تکراری کوله چی موږ دلته افغانانو سره د مرستی لپاره راغلی یو او زموږ عسکر وژل کیږی. ما ورته وویل چی زه د دغو مرستو قدر کوم اوهمدغه وجه ده چی د تیرو لسو کالو راهیسی د اروپایی اتحادی په دفتر کی په ملکی پرمختیایی او ودانیزو پروژو کی کار کوم خو دا د دی په معنې نده چی زه خپل شخصی ژوند او مفکوره پلورم او یا هم ستا په ویلو زه خپل افغانی او انسانی احساس مړ کړم .
خو ده بیا هم همغه خپلی اوتی بوتی شروع کړی اوکوم دلیل ېی نه درلوده او وروستنی لنډ ځواب یی دا وه چی ستا نظر او مفکوره د قدر وړ ده خو له ما سره باید داسی څوک کار وکړی چی له مونږ سره هم نظره اوهم مفکوره وی. نو پدی اساس ته باید له مونږ سره کار ونکړی دغه وروستی خبری ځما غوږونه نور هم پرانیستل او ورته می وویل چی: که زه وغواړم ته د دی دفتر (اروپایی کمیسون ) د اصولوپه اساس ما نشی منفک کولی خو لدی سره یواځی ماته مالی ګټه رسیږی اوستاسی دوه ګونی مخ اوڅیره ځما وطنوالو او نړیوالو ته نه بربنډیږی. زه به هیڅکله په داسی دفتر کی کار ونکړم چی ځما د تخصصی کار په نوم ځما د فکر او نظری؛ انسانی احساساتو او ازادی اخیستلو په تکل وی. زه به همدا اوس استعفی درکړم خو یاد ساته چی خلک به د دی پټو څېرو څخه حتما خبروم.
ځماخوږو افغانانو: ځما ددغی لیکنۍ موخه یواځی همدا ده چی تاسو د پردې تر شا د پټو څېرو څخه خبرکړم چی په یوه نوم اوبل نوم مو سره جنګوی پداسی حال کې چی دوی پخپله د خپل یوه اصل منلو ته هم چمتو ندی. د بیلګی په توګه په اروپا کی داسی ځایونه شته چی خلک کولی شی د وحشی ژوو د دفاع په نوم د یوکس ټولی جامی تری وباسی او لوڅ لغړ یی کور ته ولیږی آما دوی ته ځمونږ د ۱۷تنو بی ګناهو افغانانو ژوند د دوی د یو وحشی ژوی نه هم کم ده، چی مونږ یی په سوله ایزه توګه ژړلو ته هم نه پریږدی . پام کوی چی د دوی په تشو نعرو اوشعارونو ونه غولېږی او خپل کارونه د خپلو افغانی اواسلامی اصولو په رڼا کی ترسره کړی.
راځی چی ټول افغانان خپلمنځی اختلافات پرېږدو او د ورورګلوی په فضا کی په یوه ټغر د محمدی شریعت او افغان تر نامه لاندی سره راټول او خپلو ټولو لری او نژدی دښمنانو ته په مخ یوه کلکه څپېړه ورکړو. دوی ته ووایو چی مونږ افغانان تل سره یو وو او یو موټی به اوسو که څوک راته په بده وګوری نو سترګی به تری وباسو، اوکه دوستی راسره کوی نو د یو همکار په حیث یی ورسره کوو نه د یوه غلام او اجیر په حیث. افغانانو که چیرته مونږ او تاسی یوځای نشو نو یاد ساتی چی همدغه شان به موڅوک د دوست اوملګری او څوک د دښمن او جاسوس په نوم وژنی، عفت او شهامت را څخه اخلی او تل به خوار او زار یو. لکه ځما په شان به په خپل وطن کی دخپلو مظلومو خلکو په عامه وژنی باندی د ژړا کولو او اوښکو تویولو لپاره هم د بهرنیانو اجازی ته اړ اوسو.
د سرلوړی او ودان افغانستان په هېله.

دګران ورور انجنیر صاحب عتیق الکوزی نه په مننی سره

انجنیر محمد نعیم وردک

پښتو د انټرنېټ ژبه

 

پښتو د انټرنېټ ژبه

 

رحمت ديوان – پېښور
Larawbar.com  2012-06-15

د هر يو کار يو ماسټر وي، هر يو څيز خپل يو پروفېشنل لري، لکه استاد به واخلو.
سبق ډېرو خلکو ويلی وي، لکه ډاکټر، انجينئر، خبريال…… خو دې ټولو خلکو خپل بچي په سکولونو او کالجونو کښې داخل کړي وي، ولې؟ دا سبق چې کوم دوی ويلی، خپلو بچو ته نه شي ښودلی، کومه زده کړې چې دوی کړې وه، هغه به يې اوس بچي هم کوي، خو د دې دپاره بيا هم هغوی ټول خپل بچي سکولونو او کالجونو ته لېږي، دا ولې؟……….. د دې ولې ځواب دا دی چې د ډاکټر، انجينئر او خبريال کار دا نه دی چې هغوی دې خپلو بچو ته سبق وښايي، بلکې په دې کښې هر يو سړی د خپل کار ماسټر دی، نو ځکه دوی خپل بچي سکولونو او کالجونو ته لېږي چې د سبق ښودلو پروفېشنل انسان هلته ناست وي.
ځکه خو خوشحال بابا وايي کنه:
هر سړی پېدا دی خپل خپل کار لره کنه
همدغسې د کتاب يا مجلې کمپوز کول هم خپل يو پروفېشنل کس لري چې کمپوزر ورته ويلی شي.
که هر يو ليکوال او شاعر په خپله د خپلو کتابونو کمپوزنګ شروع کړي، نو وړومبی خو دا چې ډېر زيات وخت به اخلي، بله دا چې که کوم يو داسې کس چې هغه په دې سيسټم پوره نه پوهېږي او يو کتاب کمپوز کړي او بيا يې کمپوزر له يوسي چې د چاپ دپاره يې تيار کړي، نو دا به د هغه دپاره يو بل سر درد وي، ځکه چې دغه کمپوز شوی کتاب به ټول ګډ وډ وي او بله دا چې املا به يې هم ګډه وډه وي، نو ځکه که مسوده هغه کمپوزر ته حواله کړي نو هغه به يې ورته په يو څو ورځو کې برابره کړي.
بله خبره تاسو د سافټ وير وکړه، چې د پښتو ژبې سافټ وير مې پېدا نه کړو، نو زه په دې ډېر حېران شوم، ځکه چې د سي ډيانو په هر يو دوکان کې د ان پېج سي ډي شته او په هغې کې د اردو سره سره پښتو هم وي، خو تا بيا دا خبره هم کړې چې اردو دانو د اردو دپاره ان پېج جوړ کړی او اردو يې خوندي کړې ده، خو زه به دا ووايم چې په پښتو ژبه کې کوم سافټ وير د پښتو ژبې د کمپوزنګ دپاره جوړ شوی، نو هغه رنګ سافټ وير په اردو کې نشته، دا سافټ وير نسيم لېوال جوړ کړی چې د ايشيا سافټ په نوم دی او نن سبا په ګل حاجي پلازه کې ښه په اسانه ترلاسه کېدی شي.
له دې نه هم يوه بله اسانه طريقه شته، هغه دا چې کله خپل کمپيوټر ته ونډوز کوې نو د XP په ځای پکې ونډوز سيون يا ونډوز ويسټا انسټال کړه، د دې کمال څه دی؟ د دې کمال دا دی چې په دې کې ټولې ژبې له مخکې نه موجودې دي، لکه اردو، پښتو، فارسي او عربي، که هره ژبه غواړې نو وړومبی Control Panel ته لاړ شه، هلته بيا په Region and Language کلک وکړه، هلته به د Keyboard and Language پاڼه راواړی، بيا به په Changes Keyboard… کلک وکړې او هلته به د Add له لارې که هره ژبه غواړې منتخب کړې او بيا به پکې کار کوې.
خو د دې هر څه دپاره بايد ته وړومبی کمپوزنګ زده کړې، ځکه چې يو سافټ وير که تاسره وي او زده دې نه وي، نو د هغې فايده څه شوه؟.
بله خبره تاسو دا کړې چې که ته چېرته په ايم ايس ورډ کې يو لفظ غلط وليکې، نو بايد چې د هغې لاندې سره کرښه راشي او چې کله سره کرښه راشي نو بيا بايد رائټ کلک له ټک ورکړې او هلته درته ووايي چې دغه لفظ غلط دی او بل درته وښايي چې داسې خو نه غواړې؟.
نو ګرانه! زه به درته دا ووايم چې يا خو د خوش قسمتۍ نه او يا د بد قسمتۍ نه خدای پاک زمونږ په ژبه دومره مهربانه شوی چې د يو ليک دود په ځای يې ورله اته لس ليک دوده ورکړي، لکه مثلا د افغانستان خلک ځانله ليک دود لري، بيا د هغوی په منځ کې هم ځينې ځينې سره جدا جدا دي، په پاکستان کې د پښتو اکېډمۍ خپل ليک دود دی، چې د باړه ګلۍ په سيمينار کې مرتب شوی، ځيني نور بيا هماغه زوړ ليک دود ليکي، يو ليک دود قلندر مومند هم جوړ کړی، نسيم خان نسيم هم خپل ليک دود ډنګوي، ده پکې بيا دا مېړانه هم کړې چې د څلور څلوېښتو نه يې توري څلور پنځوسو ته رسولي، مردانيان خپل ليک دود کاروي، پېښوريان بل ليک دود ته مخ دي، د کوئټې خلک هم خپل ليک دود ليکي او د وزيرستان خلک هم په خپل ليک دود ولاړ دي.
دلته ماته د خوشحال بابا شعر رايادېږي:
اتفاق په پښتانه کې پېدا نه شه
ګني ما به د مغل ګرېوان پاره کا
خوشحال خان خټک دا ګيله ډېره په خوا کړې ده، چې په پښتنو کې خو اتفاق پېدا نه شي او دا ګرانه هم ده چې په پښتنو کې به اتفاق پېدا شي (خدای دې يې پېدا کړي)، نو ځکه به د دوی ټولو املا او ليک دود خپل جدا جدا رنګ لري.
دلته بله خبره دا راځي چې که ايم ايس ورډ کې ته غلط لفظ وليکې نو هغه بايد ايس ايم ورډ سم کړي، خو چې هغه لفظ لس رنګه ليکل کېږي، نو ايم ايس ورډ به يې څه رنګ سم کړي، لکه مونږ، موږ، موژ، موز؛ کښې، کښي، کشې، کشي، کې، کي؛ تمه، طمه، طمع؛ معنی، مانا، معنا؛ صحيح، صحي، سهي، صيي؛ خلک، خلق، خلګ؛………… او داسې نور ډېر دي.
اخري خبره دا ده چې د انټرنېټ او کمپيوټر ژبه انګرېزي ده، نو پښتو په داسې طريقه راتلل به ډېره ګرانه وي.
اوس به راشو چې پښتو د انټرنېټ ژبه ده او که نه؟
په پښتو ژبه کې بې شمېره وېبپاڼې او وېبلاګونه شته، لکه ټول افغان، تل افغان، لر او بر، بي بي سي پښتو، د امريکا ژغ اشنا راډيو، ډيوه راډيو، بهير، لېوال، تاند، سپوږمۍ، سپين غر، خبريال، افغان اسلامي اژانس، پژواک خبري اژانس……………… او داسې نورې ډېرې زياتې وېبپاڼې دي، چې په هر ډول موضوع کار کوي. خو د پام وړ خبره دا ده چې دا ټولې وېبپاڼې او وېبلاګونه د افغانستان املا (ليک دود) کاروي، له دې علاوه يو شمېر بهرنۍ او دننۍ راډيوګانې هم دي چې د افغانستان په املا او لهجه کې کار کوي، نو له دې نه دا هم څرګندېږي چې د افغانستان املا نړيواله املا ده.
له دې علاوه د نسيم لېوال په وېبپاڼه کې انلاين سکول هم شته، چې په وړيا توګه يې کارولی شې، لېوال د پښتو کېبورډ او لپ ټاپ هم جوړ کړی چې د هغه ځای نه يې ترلاسه کولی شې.
بله دا چې که تاسو فېسبوک وګورئ نو په زرګونو څه چې په لکونو پښتانه په کې دي او زياتره پکې چې کله د يو بل سره چېټنګ يا څه ليکل وغېره شيئر کوي نو په پښتو ژبه وي، دغه وېبپاڼې او وېبلاګونه چې ما بره ياد کړل هم ټولې ليکنې په پښتو کې پوسټ کوي، نو دا ليکل خو ورته ليکوال په خپله رالېږي، ځکه چې وړومبی به يې کمپوز کوې نو وروسته به يې لېږلی شې ګنې نو لېږل يې ګران دي، دوی ټولو پښتنو دومره لږ ډېر کمپوزنګ زده کړی خو د ضرورت دپاره، نور خو که دوی هم خپل کتاب، مجله وغېره چاپ کول غواړي نو د يو پروفېشنل کمپوزر خدمات ترلاسه کوي، ځکه چې دا کار د کمپوزر دی، هغه د دې څيز په باريکيو ښه پوهېږي.
واپس خپلې برنۍ خبرې له راځم، چې پښتو نن سبا يوه نړېواله ژبه ده، د نورو ژبو سره سياله ژبه ده، په پښتو کې ډېر کار شوی، خو چې اتفاق په پښتنو کې نشته نو ځکه داسې ګډه وډه ده.
په دې هيله چې زما دا خبرې د پښتنو ليکونکو او لوستونکو په خېر تمامې شي، په دې اخري شعر درنه اجازت غواړم:
د خانانو به څه وايو چې خانان دي
ملنګان د پښتنو خپلو کې وران دي