شعرونه

د لرم او کب دوستی

یو لړم وو یو کیشپ انډیوالان وه
پېژندل یې له وختونو سره گران وه
همېشه به یې کتل د ډنډ پر غاړه
کرۍ ورځ به په مجلس لگیا وه دواړه
تر غرمې چی به هر یو نه وو راغلی
هغه بل به وو خوابدی تریو ترینگلی
یوه ورځ کیشپ د ډنډ منځ کی روان وو
نس یې موړ وو په نڅا وو خوښ خندان وو
شا و خوایې په لړم پسی کتله
د خپل یار پته یې نه ور ښکارېدله
چی کتل یې د اوبو منځ کی لرگی وو
د لړم دپاره هر گړی مرگی وو
لړم ناست وو پر لرگي اوبو راوړی
د لوی ډنډ په منځ کی بند نصیب وهلی
کله پورته کله کښته به روان وو
د مرگي پر پوله گرځېدی حیران وو
د اوبو منځته راوړی کوم توپان وو
رېږدېدی د مرگ له وهمه ځان پر گران وو
کیشپ ولیدی لړم چی سرگردان وو
د اوبو په منځ کی گیر مرگ یې په ځان وو

په یوه غوټه یې خواته ور روان سو
پر لړم اشنای چاپېره نگهبان سو
ویل ژر سه په اوږو کی می سپرېږه
د مرگي له وږو سترگو پناه کېږه
لړم ژر د خپل اشنای په څټ کی سپور سو
کیشپ وچی ته روان سو مخ پر کور سو
له مرگي څخه یې زوړ یار وو ژغورلی
په خپل زړه کی یې خپل ځان باله ښاغلی
لا کیشپ د ډنډ په منځ کی پښې وهلې
لا یې څنډه د اوبو نه وه لیدلې
چی لړم یې په مغزي ښخه لشه کړه
پر کیشپ یې سپینه ورځ توره تیاره کړه
ټول بدن یې سو له درده چاکي چاکي
هم یې ژبه هم یې ستونی سو تڼاکي
له لړم څخه یې وکړله پوښتنه
چی ظالمه روح می الوزي له تنه
څه آزار می دی په ژوند در رسولی
چی دي نېښ زما د مغزي تر پوست ایستلی
زما نېکي چی دي په زهرو کړه بدله
په ریشتیا چی یې نامرده له ازله
لړم وویل په درد دي زه غمجن یم
هسی نه چی گوندي ستا د سر دښمن یم
زه دي وینم زما له نېښ څخه کړېږې
زما د زهرو له اثره کبابېږې
زه لړم یم نېښ وهل زما خاصیت دی
له نیکونو راته پاته دا عادت دی
زما په واک نېښی وهل نه دي زه معذور یم
شرمنده له خپل عمله یم مجبور یم
کیشپ ډوب سو ویل زما وار دی لړمه
ته لامبو کوه چی زه بیرته راځمه
زما عادت دی په اوبو کی چی ډوبېږم
چی هرڅونه کښته ځمه خوشالېږم
چی اوبه دي جوړوي د مرگي خونه
نور په چا به لگوې تېره نېښونه
چی دي زهر دي په خټه کی اخښلي
په سزا کی دي څپې دي رسېدلي
زما به جوړ سي ستا راکړي گوزارونه
ستا به ورانه سي د تل لپاره خونه
ته ډوبېږه زه به گرځم په څپو کي
زکندن به دي ډېر سخت وي په اوبو کی
نور به زهر په خپل دوست نه سې چښلای
په دوستانو به نېښ نه سې لگولای
په بدي به نېکي نه سې بدلولای
له آزاره به خوند نه سې اخیستلای

Leave a comment